IQNA

په پاریس کې  د اسلام ضده پروسې او توکمپالنې په خلاف سترې مظاهرې وشوې

14:10 - April 23, 2024
د خبر لمبر: 3489094
ایکنا -  د فرانسې په پلارمینې پاریس کې له اسلامه د ویرونې د پروسې او د توکمپالنې  په ضد پراخې مظاهرې شوي چې په غزې کې د جنګ په ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ کې منظمې شوي وې.

ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د فرانسې پلازمینه پاریس د قضائي اجازت  له ترلاسه کولو وروسته ،د توکمپالنې،له اسلامه د ویرونې د پروسې او د  ماشومانو په ضد تاؤتریخوالي په خلاف د سترو مظاهرو شاهد ؤ.

په لسګونو زره خلکو  د توکمپرستۍ  په ضد او د فرانسې د پولیسو د کرغیړن کړچار په  خلاف سخت شعارونه ورکړل.

مظاهره چیانو همداراز د فلسطین دبیرغونو او پوسټرو په اوچتولو سره د توکمپالنې او جنایتونو په خلاف شعارونه پورته کول او پلې کارډونه ئې په لاسونو کې وړل چې پرې لیکلي وو،  توکمپالنه ودروئ ،له اسلامه  ویرونه ختمه کړئ ،زمونږ ماشومان په خطرې کې دي  او په غزې کې نسل وژنه  پآي ته ورسوئ او داسې نور ....

په غزې تړانګې  کې د صهیونیسټي وحشي رژيم  د ویجاړوني جن له امله د هغو تاؤتریخوالو په دلیل چې  له کابو شپږو میاشتو راهسې روان دی ،په تیرو میاشتو کې په فرانسې کې د مظاهرو  په ممنوعیّت مشتملې فیصلې تکرار شوي دي.

 فرانسوي چارواکي مدعي دی چې له یهودضده بهیرونو سره په اړونده  نفرت اوتاؤتریخوالو مشتملو جرمنو د مخنیوي لپاره  په هڅې کې په دغه هیواد کې چې د مسلمانانو اویهودیانو سترې ټولنې لري، د فلسطین  په پلويتوب  عمومي  مظاهرې او غونډې منع دي .

د تیرې یکشنبې په ورځې اعتراض  کونکو  د پاریس دڅوقومیتی کوڅې څخه  د جمهوری میدان په لور په لاره کې سوله ایزه مظاهره او پر امن لاریون وکړ.  هغه ځاي چې  ډيرو اعتراض کونکو  په  لوړ غږ سره په شعارونو ورکولو سره د شمالي افریقا  د هغه  اولس کلن ځوان(نایل) یادونه وکړه چې د فرانسې د پولیسو په لاس وژل شوی دی.

 د پاریس د پولیسو مشر لوران نونز،هم بی ایف ایم ټيلیویژني چینل ته ووئيل،چې په پیل کې مو فیصله کړې وه چې دغه  لاریون منع شي،ځکه د مظاهرې ترسره کونکو  د فرانسې د پولیسو تاؤتریخوالی  دغزې له جنګ  سره پرتله کړې دی او په همدې دلیل  دغه پيښه ممکنه ده  عمومی نظم  وګواښي.

په عین حال کې د پاریس  اداري محکمې  دغه استدلال په یوې چټکې فیصلې کې رد کړ. او مظاهره چیانو  د عدالت ددغې فیصلې هرکلی کړی او وئيلي ئې دي ،  له ټولو ماشومانو  او ځوانانو  څخه د ملاتړ لپاره د خلکو مبارزه او غونډې  اولاریون  یوه طبیعي  او ضروري چاره ده.

برگزاری تظاهرات علیه نژادپرستی و اسلام‌هراسی در پاریس + عکس

برگزاری تظاهرات علیه نژادپرستی و اسلام‌هراسی در پاریس + عکس

برگزاری تظاهرات علیه نژادپرستی و اسلام‌هراسی در پاریس + عکس

انتهای پیام

https://iqna.ir/fa/news/4211865

captcha